پاکستان پوځ په افغانستان کې د لاسپوسي نظام په لټه کې ده

comments 0

هندوکش – پاکستان: هندوکش خبري ویب پاڼۍ ته یوې پاکستاني معتبرې سرچینې ویلي چې په دې وروستیو کې پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ سلا مشورو په پار تګ راټګ زیات شوې او پاکستاني پوځیان په دې هڅه دي چې خپلو کتنو لپاره یوې مشروع لاره پیدا کړي.
د سرچینې په وینا، د پاکستان پوځ په دې لټه دې چې طالبانو په وسیله افغانستان کې یو لاسپوسي نظام رامنځته کړي او شته نظام ړنګ کړي.
سرچینې چې هندوکش خبري ویب پاڼۍ ته یوه تصویري ویدیو هم استولې زیاته کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د وروستیو ناستو نه وروسته دواړو غاړو ترمنځ د پاکستان په کوټې او د پاکستان تر حاکمیت لاندې نورو ځایونو کې ناستې ډیرې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې سیاسي شنونکو هم ویلي وو چې، طالبان یواځې د پاکستان په اشاره افغان حکومت سره سولې خبرو ته وړاندې شوي او هغه څه چې پاکستان په نظر کې لري ( په افغانستان کې د یوه لاسپوسي نظام را منځته کول) ترې لاسته راوړي.
د یادونې وړ ده چې وروستیو کې رسنیو ته هم داسې سندونه لاسته راغلي وو چې له مخه یې ملاترابي په پآکستاني پاسپورت قطر ته د طالبانو په استازیتوب پاکستان لخوا تګ راتګ کوه.
ملانورالدین ترابي چې د طالبانو د حکومت د عدليي وزیر وو قطر ته د محمدادريس په نوم په پآکستاني پاسپورت تګ راتګ کوي.
د نوموړي د پاسپورت او ويزې انځورونه اوس اوس رسنیو ته را رسیدلي او شنونکي وايي چې پاکستان له طالبانو په استفادې یوازې او يوازې غواړي ځان له اشرف غني خلاص کړي، پر ځان نړۍ وال فشارونه کم کړي او په پايله کې په افغانستان کې لاسپوڅي نظام ته زمينه سازي وکړي.
شنونکي په دې نظر هم دي چې طالب د پاکستان شناختي کارت او پاسپورت ته خوشاله دی او دوی ته ویل شوي دي چې له همدې امتيازه په استفادې په افغانستان کې شته نظام ختم او ځانونه واک ته ورسوي.
ياده دې وي چې د طالبانو وژل شوی مشر ملامنصور هم د محمد ولي په نوم پآکستانی پاسپورت لاره چې ایران ته پر لاره په بلوچستان کې امریکايي بې بيلوټه الوتکې په نښه او واژه.
دادان وزیري

Comments