پاکستان پوځ وزیرستاني سوداګر زیانمن کړي

comments 0

هندوکش – پاکستان: په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د عملیاتو وروسته د وزیرستان سوداګر حاشیه کې پاتې شوي او له ګڼو زیانونو سره مخ دي.
د شمالي وزیرستان سوداگرو ويلي، د ضرب غضب عملیاتو وروسته افغان سوداگر د پنجاب سره نیغ په نیغه تجارت کوي.
افغان پولې ته څېرمه جګړو ځپلي شمالي وزیرستان سوداګرو ویلي، له څه د پاسه یو کال راهیسې افغان سوداګر د غلام خان د لارې د پنجاب د سوداگرو سره نېغ په نېغه تجارت کوي.
وزیرستاني سوداګرو ویلي، دوی به د پنجاب او د پاکستان له نورو برخو مالونه راوړل او د غلام خان له لارې یې بیا افغانستان ته لېږدول، خو اوس دغه چارې په خپله د افعان او پنجاب سوداګرو ترمنځه کېږي.
غلام خان د پاکستان او افغاستان ترمنځ د سوداګرۍ او د خلکو د تگ راتگ پخوانۍ لاره ده چې د پاکستان شمالي وزیرستان د افغانستان خوست ولایت سره تړي.
دادان وزیري

Comments