پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې ځیني مشران نیولي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – پاکستان: په افغانستان کې خبریال ویب پاڼې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د پنجاب په لاهور کې پوليسو د پښتون ژغورنې مشران نيولي دي.
د ویب پاڼې پر بنسټ، د لاهور پوليسو د هغه هوټل څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران نيولي دي، چې دوى پکې استوګن ول او د سبانۍ غونډې لپاره يې تيارى نيوه.

ویب پاڼه زیاتوي، چې علي وزير، بلال مندوخېل، مزمل، عصمت شاه جهان او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور پلويان نيول شوي دي، همدا راز منظور پښتين هم په خپله فېسبوکپاڼه د يادو ملګرو د نيولو خبر ورکړى دى.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د پنجاب پوليسو له خوا نيولو سخت غبرګون راپارولى دى او په ټولنيزو رسنيو د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان د دې پر ضد پوسټونه کوي.
د یادونې وړ ده چې نن د اپريل په ٢٢مه نېټه په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه ده، چې د لاهور ادارې دې غونډې اجازه نه ده ورکړې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په خپلو فېسبوکپاڼو ويلي ول، چې دوى به په هر حال غونډه کوي، ځکه لاهور ته يې خپل فرياد راوړى دى.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments