پاکستان په سیاست کې زیږون ته نږدې دی

comments 0

د امریکا له تګلارې وروسته پر پاکستان پرلپسې د امریکا او نورې نړۍ سیاسي بریدونو پاکستان مجبور کړی چې له افراطي سیاستونو څخه حمل شوی، زیږون وکړي او هغه ګنده سیاست څخه راوګرځي چې کلونه یې د نورو په بربادۍ کې ترې ګټه پورته کړې ده.
پاکستان له کلونو راهسې په افغانستان کې په جنګیالیو پانګونه کوي او له دې درکه خپله هم پیسې هم لاسته راوړي، له دې درکه ستراتیژیک ملګري پيدا کړي او خپلې ګټې هم خوندي چې په په سیمه کې د یو مهم هېواد په توګه ورته خلک ارزښت ورکړي.
پاکستان په دې سیاستونو کې تر یوه حده بریالی و، ځکه افراطي ډلو په روزنه یې که له یوې خوا ډډه کړې، له بلې خوا یې امریکا او په وروستیو کې له روسيي سره معاملې هم کړي او هغه کسان یې یا وژلي او یا یې امریکا ته سپارلي چې په بدل کې یې ترې پیسې او یا بل باج اخیستی، د دې تر څنګ پاکستان د افراطي ډلو په واسطه افغانستان او افغان حکومت هم تر خپلو فشارونو لاندې نیولی او له دې درکه ځان هدف ته رسوي.
همدا پرون پاکستان د امریکا په سینه خوله ایښې وه، شیدې یې د هغوی څښلې او لښتې به یې روسیه ته ورکولې، پاکستان دا هر څه په پوځ نه دي کړي، بلکې په افراطي ډلو یې کړي او دا افراطي ډلې اکثرا د هغه مرکزونو تولید دی چې پاکستان د اسلام په نوم د ديني زده کړو مرکزونه جوړ کړي دي.
اوس د نړۍ سیاستونه داسې نه دي لکه پرون، اوس هر څوک دوه اړخیزو ګټو په لټه کې دي او فریبانه سیاست ډیر دوام نه شي کولای او بقا نه لري، خو پاکستان لا هم په خپل خره سپور دی او یو طرفه جاده باندې روان دی چې اوس له بنبست سره مخ شوی، داسې بنبست چې نه مخې تللی شي او که وروسته راځي نو باید یو کس ورته لار وښيي او لاس ورکړي.
د امریکا په سياست کې ژور بدلون او بیا يي د ولسمشر د لومړي مرستيال مايک پينس خبرداری پاکستان ته دا ښيي چې نور نه پاکستان يو باوري ملګری دی او نه په مدرسو کې ناست مفتي، ټاليب او ملا د خدای د لارې سر په لاس کې نیولی لښکر دی.
پرون امريکا وکارول روسان يي پرې مات کړل نن يي روسيه کاروي غواړي امريکا پرې ماته کړي خو روسيه به ځکه بريالۍ نشي چې د وحشت او افراطيت دا کنډوم وار د مخه لا امریکا یو وارې کارولی دی او پاکستان پرې اوس بیا لاس وهلی او غواړي دوهم ځلې يي وکاروي خو مخکې تر دې چې ويي کاروي دا کنډوم وشلید او پاکستانی سياست بلارب شو اوس يي چې د زیږون وخت دی د افراطيت نامشروع ماشوم يي په سياسي ګيډه کې دومره غټ شوی چې چين او روسيه پرې پوره کال کيږي زورونه وهي څو يي ترې را وباسي خو را ويستل يي ناشوني دي او ډاډه يم د پاکستان د نامعقول او ناسم سياست بلاربه مور به انفجار وکړي او په دې انفجار کې به د بلوچستان د آزادۍ د وخ او وی ناره ټوله سیمه واوري.
پآکستان د مایک پینس په سفر افغانستان ته په خپل غبرګون کې ویلي چې پاکستان د قربانۍ ګډوری نه دی چې هر څوک یې وغواړي په پیسو یې اخیستلی شي او خپل سیاستونه پرې مخ ته وړلی شي، دا خبره د پاکستان پوځ کړې او په دې خبرو سره هڅه کوي ځان خپلو عوامو او دیني ټیکدرانو ته وښيي چې دوی له امریکا سره هیڅ ډول معامله نه کوي، خو په داسې حال کې چې له امریکا پرته پاکستان یو قدم هم نه شي اخیستلی او که دا کار یې وکړ، ممکن داسې ماین یې ووهي چې پاکستان خپله خښ کړي دي.
یواځې امریکا به نه وي چې د پاکستان په سیاستونو یې سر خلاص شو او په دې باوري شو چې په سیمه کې د پاکستان شتون یو سرخوږی دی او لارې ته راوړل یې ټوله سیمه او نړۍ له ګواښ ژغورلی شي، امریکا اوس په دې پوه ده چې که پاکستان نیغ نه کړي، په افغانستان کې یې د کلونو ماموریت له ناکامۍ سره مخ کیږي، داسې لکه روسیه چې مخ شوه.
خو امریکا هیڅکله نه غواړي چې د روسيي په اشاره یې پاکستان په داسې کږلیچونو کې ونښلوي چې بیا نه مخکې تللی شي او نه وروسته، امریکا کلونه له پاکستان سره ستراتيژیک ملګری پاتې شوی او په دې برخه کې ورته د پاکستان شیطان نیت مالوم دی چې هر کله په یو طرفه جاده روان وي او یواځې له یوې زاويي سیاست ته ګوري، داسې زاویه چې د پاکستان بقا او د ګاونډي ویجاړي پکې شامله وي.
خو وخت راورسید، پاکستان اوس کار شروع کړی چې افغان حکومت ته ځان نږدې کړي او د هند او امریکا پروړاندې ورسره یو ځای شي، پاکستان فکر کوي چې افغان حکومت به بیا پرې باور وکړي او له فشارونو د خلاصیدو مصدر به یې وګرځي، خو افغان حکومت د پاکستان په سیاستونو خبر دی، په ژمنو یې باور نه کوي، لومړی ترې کار غواړي او بیا ورسره د همکارۍ لاسونه ورکوي، داسې همکاري چې دوه اړخیزو ګټو باندې ولاړه وي او په دوه اړخیزو ګټو کې لومړیتوب له ترهګرۍ سره مبارزه او په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو ختمول دي.
لیکوال: سید عبدالله پاچا

Comments

Leave a Reply