پاکستان په خپل نوم افغان جلغوزی چین ته صادروي

comments 0

هندوکش: شونې ده دا لومړی ځل نه وي بلکه تر دې مخکې هم متخاصمو ګاونډيانو ډيری افغاني توکي په خپلو نومونو بهر ته صادر کړي دي.
اوس اوس د هیواد یو شمېېر سوداګر وایي، پاکستان په نوم د افغانستان جلغوزی چین ته صادرېږي.
د خوست د جغلوزو یوه تن صادروونکي عبد الله شهزاد هندوکش نیوز ته وویل: «پاکستانیان زمونږ جلغوزی په ټیته بیه اخلي او بیا یې د خپل هیواد په نوم په لوړه بیه پر چین پلوري».
نوموړی وايي چې سږ کال به په ټول هیواد کې د اټکل له مخې، څه باندې 25 زره ټنه د جلغوزو حاصلات تر لاسه شوي.
د سوداګرۍ خونې وياند صيام الدین پسرلی هم دا ستونزه مني.
نوموړی وايي چې چين کیفيتي تضمين غواړي او افغانستان ددې برخې د تصديق پاڼې د نشتون ستونزه لري.
ویل کیږی چې پاکستان هر کال د افغانستان د توکو( غالۍ ، جلغوزی او..) د صادراتو له امله سلګونه ډالر ګټه تر لاسه کوي.
سپوږمۍ پوپلزي

Comments

Leave a Reply