پاکستان په جلال اباد کې خپله قونسلګرۍ وتړله

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته ویلي، د جلال اباد قونسلګرۍ یې ځکه تړلې چې د ننګرهار چارواکي د پاکستان د قونسلګرۍ په چارو کې مداخله کوي.
کابل کې د پاکستان سفارت، د قونسلګرۍ په چارو کې د والي حیات الله حیات لاس وهنه د ویانا له کنګرې سرغړونه بللې.
د پاکستان سفارت د تړلو بل لامل، په ننګرهار کې امنیتي ستونزې په ګوته کړي دي.
کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، خپل اعتراض یې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.
تر اوسه افغان حکومتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د ننګرهار ولایت مقام بیا ویلي چې دوی په ویزو کې د پراخ فساد د مخنیوي لپاره د قونسلګرۍ مخې ته ځینې اقدامات کړي دي.
فرهاد شهراني

Comments