پاکستان ولې باید له طالب مشرانو منندوی اوسي؟ سید عبدالله پاچا

comments 0

تاسو به په وار، وار د پاکستان د حکومت د لوړ رتبه چارواکو او د ای اېس ای مشرانو او مهمو جنرالانو څخه اوریدلي وي، چې وسله وال طالبان د کرزي د حکومت په پیل کې پاکستان منسجم کړل او د جګړې لپاره یې امکانات ور ته برابر کړل، پاکستاني چارواکي د دې کار لپاره دلیل وړاندې کوي او وايي چې موږ په افغانستان کې د هندوستان له ډېریدونکي رول څخه په ویره کې وو، نو اړتیا وه چې پاکستان د طالبانو په شان یوه تروریستي ډله د بیا ځلې لپاره منظمه او په افغانستان کې شته نظام ور باندې کمزوری کړي.
دا اوس هم د پاکستان له صدراعظم عمران خان نیولي تر شاه محمود قریشي پورې ټول وايي چې طالبان خو پاکستان سولې ته حاضر کړل، کنه د سولې مېز ته د دوی حاضرول اسانه خبره نه وه، یعنې طالبان د پاکستان په لاس کې و او دي.
دا او دېته ورته نور اعترافات هم په وار، وار پاکستانیو چارواکو کړي دي، ان ځینې طالب مشران یې له ځانونو ښه پاکستانیان یاد کړي او د پاکستان لپاره یې د دوی خدمتونه نه هیریدونکی بللي دي.
پوښتنه دا ده چې ولې پاکستاني چارواکي د طالبانو څخه پاکستان ته د کړیو خدمتونو له امله مننه کوي او دوی پاکستان ته وفادار بولي؟
ځواب یې بیخي واضح دی:
طالبانو په تېرو نولسو کالونو کې د پاکستان د بقا لپاره داسې څه وکړل چې د دغه هېواد تاریخ به یې هېر نه کړي، طالبان یې که مني او یا نه، د دوی ماموریت د پاکستان د استخباراتي ادارې په چوکاټ کې و، نولس کاله یې د افغانانو پر وړاندې جګړې ته تشویق کړل او پاکستانیان پدې کار کې پوره پوره کمیابه هم و، د افغانستان د بیا ودانولو طلايي فرصتونه د طالبانو د جګړې له امله ضایع شول، پداسې حال کې چې د نړیوالو هېوادونو لخوا د دوه زره لومړي میلادي کال وروسته په میلیونونو ډالر راغلل خو هېڅ بنسټیز کارونه ور باندې ونه شول، د دې تر ټولو ستر علت روانې نا امنۍ وې.
جګړې د افغان حکومت څخه د وطن د بیا ابادولو لومړیتوبونه ورک کړل، د لویو او بنسټیزو پروژو د جوړولو پر ځای د دولت ټوله انرژي د امنیت په ټینګښت مصرفیده، د جوړ شوي حکومت او نظام چوکاټ نوی و، ځینو کسانو پکې پرېمانه فساد وکړو، خو د فساد پر وړاندې مبارزه د جګړې له امله په ډېرو دلایلو لومړیتوب نه و، ځکه دلته هره ورځ د لسګونو بې ګناه افغانانو وینې تویدې، حکومت د خپل ټول دوران په اوږدو کې یواځې یو شی غوښت د جګړې ودریدل او سوله.
خو طالبان تېرو نولسو کلونو کې دې ته حاضر نه شول، که یواځې وروستي پنځه کاله هم په افغانستان کې جګړه دریدلي وای، موږ به د ډېرو مهمو پروژ او بنسټونو د جوړولو شاهدان و، موږ به له مجبوریتونو خلاص و، زاری به مو نه کولې چې لارې بندې دي، درمل نشته، اوړه نشته، غوړي نشته موږ لږ تر لږه دا ظرفیت پیدا کولی شو چې خپلې لومړنۍ غوښتنې په هېواد د ننه پوره کړو.
دا چې موږ مجبور پاتې شو، تر ټولو ستر علت یې د طالبانو لخوا روانه جګړه ده، زموږ مجبوریت د پاکستان لپاره ساه ده، ټوک، ټوک افغانستان د پاکستان د بقا تضمین دی، دا تضمین طالبانو په خپلې خونړۍ جګړې پاکستان ته ور کړی دی. نو ولې به حقاني له جنرال حمیدګل ښه پاکستانی نه وي؟ولې به طالبان کټر پاکستانیان نه وي؟ دوی خو په افغانستان کې د جګړې له امله د پاکستاني ګټو د تضمین لپاره په لکونو بې ګناه افغانان ووژل، مکتبونه او کلینیکونه یې وسوځول، پلونه او سړکونه یې په بمونو والوځول د نجونو پر مخ یې تېزاب ور وشیندل لدې علاوه د سلګونو بلکې زرګونو ټولګټو پروژو د تطبیق مخه ونیوه، له دوی پاکستان ښه استفاده وکړه، طالبانو چې څومره د پاکستان ګټو ته ژمنتیا ثابته کړه، دومره به ای اېس ای هم د پاکستان ګټو ته وفاداره نه وي.
هؤ راځي به خو په کومو سترګو؟

Comments