پاکستان وايي چې د هند دوه جنګي الوتکې نسکورې کړي دي

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د پاکستان هوايي ځواکونو د هیواد هوايي حریم ته د هندي جنګي الوتکو د راننوتو په ځواب کې دوه هندي الوتکې رانسکورې کړي دي.
آصف غفور پاکستاني چارواکي ویلي، دا الوتکې د پاکستان په هوايي حریم کې ویشتل شوی دي چې یوه يي په جمو کشمیر کې یوه يي د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې لویدلې ده .
هغه ویلي دي چې پاکستاني ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د لویدلې الوتکې پيلوټ پيلوټ نیولي دی.
د بله پلوه هندوستان بیا ویلي دي چې ددوې یوې جنګي الوتکې د جمو کشمیر د بډګرام په ولسوالۍ کې سقوط کړی دی.
هندوستان ویلي دي چې پدې پیښه کې دوو تنو پیلوټانو او یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هندوستان هوايی ځواکونو ویلي دي چې ددوې الوتکه د تخنیکی ستونزې له امله لویدلې ده . د ژغورنې ډلو په سیمه کې دوه مړي موندلي دي.
هندوستان ویلي دي چې ددوې جنګي الوتکې په ځايي وخت په لسو بجو او پنځو دقیقو سقوط کړی دی. ویل کیږي الوتکې د غورځیدو نه وروسته اور اخیستی دی.
هندوستان بیا د دویمې الوتکې د سقوط په اړه څه ندي ویلي خو پاکستان بیا د دوو هندي الوتکو د ویشتو ادعا کوي.
د بله پلوه هندي ځواکونو د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر د توپخانې بریدونه هم کړي دي.
د پاکستان خبري رسنیو د ازاد کشمیر د ځايي چارواکیو له قوله ویلي دي چې د هندي ځواکونو په ازاد کشمیر د توپخانې بریدونه کړي چې په پایله کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پدې بریدونو کې ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Comments