پاکستان هم په افغانستان کې د امریکا له نوې ستراتیژۍ سره لاس او ګرېوان شو.

comments 0

هندوکش- امریکا: د امریکا د ملي امنیت مشاور وایي:« په افغانستان کې د امریکا په نوي سیاست کې پاکستان هم شامل دی ، ځکه واشنګټن د پاکستان د ترهګرۍ د ودې له سیاست سره مخالف دی». د امریکا د ملي امنیت مشاور (مک مستر) وایي :« د افغانستان په اړه به د امریکا نوی سیاست ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر اعلان شي چې پدې سیاست کې پاکستان هم شامل دی». مک مستر پدې اړه وویل:« مونږ به په څو اونیو کې یو ښه فرصت ولرو چې د افغانستان ، پاکستان او منطقې د ستونزو د حل لپاره استراتیژي وړاندې کړو».
دا پداسې حال کې ده چې واشنګټن د افغانستان جګړې ته د زرګونه امریکايي پوځیانو د لېږلو پرېکړه کړې چې په نیږدې ورځو کې به نهایي شي.

Comments

Leave a Reply