پاکستان ملي مسلم لیګ ته اجازه نه ورکوي

comments 0

هندوکش – پاکستان د پاکستان د ټاکنو کمیسون د نوي رامنځ ته شوي ملي مسلم لیګ ګوند هغه غوښتنه رد کړه، چې د سیاسي فعالیت لپاره یې دغه کمیسون ته د نوم لیکنې لپاره کړې وه.
د پاکستان د ټاکنو کمیسون د یاد ګوند غوښتنه له دې امله رد کړې، چې په دغه هېواد کې له ناقانونه وسله والو سره د اړیکو تور پرې لګېدلی.
په ورته وخت کې د ملي مسلیم لیګ ګوند مشرانو د پاکستان د ټاکنو د کمیسون دغه پریکړه غندلې او پر وړاندې یې د خپلو هڅو د دوام خبر ورکړی دی.
ویل کیږي ملي مسلم لیګ ګوند په پاکستان کې د لشکر طیبه وسله والې ډلې ملاتړ له ځان سره لري.
لشکر طیبه ډله د امریکا له خوا د ترهګریزې ډلې په توګه پیژندل شوې او د هند په ممبيي ښار کې د ۲۰۰۸ م کال د بریدونو پړه هم پرې اچول شوې.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply