پاکستان مقبلو کې یرغل کړی

comments 0

51 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا پټان ولسوالۍ ته څیرمه مقبلو سیمه کې پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ دوه ساعته نښته تېر ماښام د پاکستانیو ځواکونو په غوښتنه په وقفیي ډول ودریده.
د سرحدي ځواکونو د دویم کنډک قوماندان سمونوال عثمان جانباز وایي، دغه نښته کې اووه پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر څنګ یې یو افغان سرحدي سرتیری هم ټپي شوی.
اوس هلته جګړه دریدلې؛ خو لا هم دواړه لوري ګوته په ماشه دي.
سیمه کې هغه وخت جګړه پیل شوه چې له صفري نقطې دې خوا یې پوسته جوړوله او اغزن سیم یې تیراو چې افغان ځواکونو غبرګون وښود.
افغان سرتېرو خبرداری ورکړی، که پاکستاني ځواکونه دا ځل له ډیورنډ کرښې دې غاړې را واوښتل او سر غړونه يې وکړه، غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments