پاکستان له ولسمشر غني سره بیا ژمنه تازه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره تلیفوني خبرې کړي دي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په دې خبرو کې د سولې په پروسه او سیمه‌ییز اتصال باندې خبرې شوي.
عمران خان ژمنه کړې چې هر هغه اقدام به وکړي چې د افغان سولې او ثبات سره مرسته کوي.
عمران خان د ولسمشر غني له سیمه‌ییز اتصال سره توافق ښودلې او غوښتنه یې کړې چې د دې خبرو د پرمختګ لپاره دې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی تخنیکي بحثونه وکړي.
خان له ولسمشر غني غوښتي چې د همکاریو د تفصیلي بحث لپاره دې پاکستان ته سفر وکړي.
ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر له ژمنو هر کلی کړی چې د سولې په پروسه کې يې کړي او د پاکستان د لومړي وزیر بلنه یې منلې او مناسب وخت کې به هغه هېواد ته سفر وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments