پاکستان له طالبانو سره لیدنه لغوه کړه

comments 0

هندوکش ـ پاکستان: وروسته له هغې چې طالبانو له پاکستاني چارواکو سره په اسلام اباد کې د لیدنې اعلامیه او نیټه خپره کړه، افغان حکومت ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ او دا ناسته وځنډیدله.
دا شکایت له دې کبله و چې د طالبانو مشران په تور لیست کې دي، خو بیا هم سفرونه کولای شي.
پاکستان ته د سعودي د ولیعهد له راتګ سره یو ځای پاکستان له طالبانو سره لیدنه لغوه کړه.
ټاکل شوې وه چې نن دوشنبه د روانې میلادي میاشتې ۱۸ تاریخ له امریکايي پلاوي سره اسلام آباد کې د طالبانو مذاکراتي ټیم غونډه وشي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، پاکستان ته د دوی د سیاسي دفتر د غړو اعلان شوی سفر له دې امله وځنډول شو چې یو شمېر غړي یې د ملګرو ملتونو او د امریکا په تور لېست کې شامل دي.
مجاهد ویلي، دوی یاده غونډه کې د خپلو استازو د ګډون تابیا نیولي وه، خو د امریکا او ملګرو ملتونو د تورلېست له امله د سفر زمینه برابره نه شوه.
فروزان سیرت

Comments