پاکستان له امریکا سره اړیکې پراخول غواړي

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستان په افغانستان کې اړتیاو ته په کتو له امریکا سره اړیکې پراخوي.
تیره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي، پاکستان باید له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په افغانستان کې د امریکا اړتیاو ته پام وکړي، خو په وینا یې امریکا هم باید د پاکستان ګټې په پام کې ونیسي.
شاه محمود قریشي یو ځل بیا د پاکستان هغه حکومتي دریځ تکرار کړی، چې د لومړي وزیر عمران خان او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تر منځ ټلیفوني خبرو کې دا نه دي ویل شوي، چې ګواکې وسلوال په پاکستان کې فعالیت کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې امریکا په افغانستان کې حضور لري او ډېره پانګونه یې کړې، نو پاکستان ته ښايي چې د افغانستان پر اړتیاو هم وپوهېږي.
دادان وزیري

Comments