پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې پرانیزي

comments 0

هندوکش ـ کابل: پاکستان چارواکي خبر ورکوي، چې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې او د خلکو د تګ راتګ لارې بېرته خلاصي کړو.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یو تازه ټویټ کې څرګنده کړې ده، چې د کرونا له امله يې ځینې لارې تړلې وې، خو اوس يې هڅې پیل کړي دي، چې دغه لارې بېرته پرانیزي.
هغه ویلي، چې د تورخم په ګډون ټولې لارې د پلیو وګړو د تګ راتګ لپاره پرانیستې دي.
پاکستان په دې وروستیو کې د کرونا د پراختیا له امله د تګ راتګ لارې د خلکو پر مخ تړلې وې، چې له امله یې دواړو خواوو ته پراته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments