پاکستان طالبانو ته: د سولې په راتلونکي پړاو خبرو کې اوربند نه اورکم وکړئ

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: د وسله والو طالبانو د قطر دفتر پلاوی چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پاکستان ته لاړ شوی، پاکستان ترې غوښتي چې د سولې د راتلونکي پړاو خبرو کې باید اوربند ونه مني، بلکې اورکم او یا هم په یو لنډ مهاله «څو ورځني» اوربند توافق وکړي.
د طالبانو د چارو شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي:«زه چې څومره د طالبانو او پاکستاني مشرانو، د پوځ د مشر، د استخباراتو د مشر، د بهرنیو چارو د وزیر او وزیر اعظم سره د طالبانو له ناستو خبر لرم، ټینګار پدې شوی، چې احیاناً فشار راتلو نو بیا دې طالبان اورکم یا لنډ مهالی اوربند وکړي، نه دایمي اوربند.»
ښاغلی یوسفزی زیاتوي چې طالبان او پاکستان له اوربند ویره لري:« طالبان او پاکستان دواړه له اوربند ویره لري، دوی په دې باور دي چې د فشار د الې په توګه ور سره ایله جګړه مرسته کولای شي.»
دغه سفر کې د ملا عبدالغنی برادر په شمول، ملا فاضل، شيخ عبدالحکيم، ملا نور الله نوري، عبدالطیف منصور، محمد نعيم، مولوی فريد، عبدالمنان عمري، شامل دي.
د چارو یو شمېر شنونکي پدې اند دي چې یاد سفر طالبانو د پاکستانیو چارواکو څخه د لازمو امرونو او هدایاتو د تر لاسه کولو لپاره کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکی مشتاق رحیم وايي«لکه څه ډول چې د دوی ویاندوی ویلي و، چې ملا برادر او ورسره مل پلاوی به د پاکستان له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره وویني، دا لیدنې د ځینو هدایاتو او امرونو د تر لاسه کولو لپاره وې، تاسو ولیدل چې دوی په ډېر ښکاره ډول له خپلو جنګیالیو سره هم ولیدل.»
د یادونې وړ ده چې د طالبانو پلاوی لا هم په پاکستان کې دی.
دادان وزیري

Comments