پاکستان سره مرستې بندیږي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا کانګرس وايي، پاکستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې نورې نه ورکوي، ځکه دې هېواد له ترهګرۍ سره مبارزه کې توپيري چلند کړی او امریکا یې تېرایستلې ده.
د کانګرس ځینو غړو ویلي، هغه ۹ سوه میلیون ډالر مرسته چې وړاندې یې ځنډولې وه، اوس بندوي.
امریکا وايي دغه مرستې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره ځانګړې شوې وې خو پاکستان په دغه تړاو هیڅ اقدام و نه کړ.
امریکا ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارو ملاتړ اوس هم دوام لري او لا زیات شوی دی.
د کانګرس یو شمیر غړي وايي دغه مرسته باید دننه امریکا کې په بنسټیزو پروژو ولګول شي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply