پاکستان د چابهار د ناکامېدو په لټه کې دی ــ تحلیلي راپور:

comments 0

هندوکش ــ نیمروز: چابهار بندر شاوخوا درې کاله وړاندې د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۲مه د یو میلیارډ ډالرو په پانګونې سره د ایران د ولسمشر له لوري پرانېستل شو. دغه بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې پروت دی، افغانستان، هندوستان او ایران یو له بل سره نښلوي. خو د ۳۶ میاشتو په تېرېدو سره لا هم د سوداګرو لپاره پر یوې ښې لارې نه دی بدل شوی.
موندنې ښيي چې پاکستان د چابهار بندر له پرانېستل کېدو وروسته په عملي ډول د دغه بندر د لویې لارو پر ناامنه کولو لاس پورې کړی دی.
افغان چارواکو تل چابهار د پاکستان د «ګوادر» بندر ښه بدیل ګڼلی او وايي، د چابهار په بشپړ فعالېدو سره به د پاکستان د کراچي بندر ته د افغانستان اړتیا کمه شي.
د موندنو له مخې، د چابهار بندر په پرانېستلو سره، د نیمروز ۶۶مه شمېره اقتصادي لویه لاره چې افغانستان ته د چابهار اصلي لاره ده، په بې‌سارې توګه ناامنه شوې ده.
د نیمروز ۶۶ لویه لاره-‌له زرنج تر دلارام پورې ۲۱۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۱۱۰ کیلومټره هغې یې په دې وروستیو کې د مرګ‌ لویې لارې نوم خپل کړی دی. د دلارام ولسوالي لویه لاره د نیمروز د ولسواليو تر ټولو مهمه هغه ده چې د افغانستان د لوېدیځې پولې مهمې برخې له دوو برخو نه د کندهار‌-هرات له لویې لارې سره تړي.
دا لویه لاره له شمال لوېدیځ لوري د کندهار‌-هرات له لویې لارې سره د اسلام‌کلا او تورغونډۍ د نښلېدو ټکی او له سوېل لوېدیځ نه د نیمروز چخانسور ولسوالي چې له ایران سره پر پوله پرته ده، له دې لویې لارې سره تړي.
د هغو سوداګریزو توکو لویه برخه چې له ایران او پاکستان نه افغانستان ته راځي، پر همدې لارې را تېرېږي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د چابهار بندر له پرانېستل کېدو وروسته د نیمروز د «۶۶ لویې لارې» ویجاړول د پاکستان اصلي موخه ده؛ د سرچینو په وینا، د خاشرود تر دلارام پورې لویه لاره په بشپړ ډول ویجاړه شوې او پر یادې لویې لارې ټول بنسټونه د پاکستان په لارښوونه د طالبانو له لوري له منځه وړل شوي دي.
تر دوو کلونو وړاندې هم د خاشرود‌-‌دلارام پر لویې لارې په هر پنځه کیلومټرۍ کې د پولیسو یوه پوسته وه، خو د ملي دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره د ملي اردو د ټولي په ګډون چې پر یاده لاره یې ترې څلور ستر مرکزونه جوړ کړل، یادې ټولې پوستې ټولې کړې دي.
په نیمروز کې محلي سرچینې وايي چې پاکستان په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو په تجهیزولو سره توانېدلی چې د خاشرود‌-‌دلارام پر لویې لارې د ملي اردو درې مرکزونه د طالبانو په بریدونو کې یادې ډلې ته په لاس ورشي.
د نیمروز د ولایتي شورا غړی نعمت‌الله صدیقي چابهار ته د تللیو لویو لارو د ناامنه کولو لپاره د پاکستان د هڅو د تایید ترڅنګ وايي، د ملي اردو له څلورو مرکزونو نه د خاشرود په «منار» سیمه کې یوازې یو ټولی پاتې دی.
د نوموړي په وینا، طالبانو څلور ورځې وړاندې د خاشرود ولسوالي د منار سیمې د مشرانو په وسیله پاتې یوه ټولي ته هم لس ورځې وخت ورکړی چې یاد مرکز پرېږدي، که‌نه د دهمزنګ مرکز پر برخلیک به اخته شي.
د ولایتي شورا دغه غړی وايي چې د ۶۶ لویه لاره چې د چابهار اصلي لویه لاره ګڼل کېږي، په بشپړ ډول له منځه تللې او هېڅ سوداګر نه شي کولای خپل توکي او وسایل پر یادې لویې لارې ولېږدوي.
د دلارام ولسوال شهنواز قادري د دلارام‌-خاشرود لویې لارې د ویجاړېدو د تایید ترڅنګ ویلي چې یاده لاره په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې ده. د هغه په وینا، د دلارام‌-زرنج لویه لاره په ۲۰۰۹ کال کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت چې لګښت یې هندوستان ورکړ، جوړه شوه. قادري وايي، طالبانو د دلارام‌-خاشرود لویه لاره په هرو ۲۰ تر ۵۰ مترو کې په ماینونو الوځولې او پر یادې لارې هېڅ پُل او پُلچک جوړ نه دی پاتې.
ویل کېږي چې په دوو کلونو کې هېڅ دولتي کارکوونکی نه دی توانېدلی چې پر یاده لویه لاره تېر شي. د نیمروز د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس عبدالله نورزی هم د ۶۶ لویې لارې په اوږدو کې ستونزې مني او وايي، طالبانو د یادې لارې د ورانولو ترڅنګ، په څو برخو کې ګمرک هم جوړ کړی دی. د نورزي په وینا، طالبان له هر باروړونکي موټر نه چې ودانیز توکي په‌کې وي، ۳۵ زره او د خوراکي توکو له هر موټر نه له ۳ تر ۵ زرو افغانۍ اخلي.
د پولې هغې غاړې ته سوداګريزو توکيو ته د وسله‌والو له لوري پاټکونه او د نيمروز او ايران ترمنځ د پل نه موجوديت هغه ننګونې دي چې سوداګر جراات ونه‌شي کولای له دې لارې خپل مالونه ولېږدوي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې چابهار نړیوالو اوبو ته د افغانستان لاس‌رسي لپاره یو ګټور ګام دی. دوی وايي، افغانستان یو واردوونکی هېواد دی چې په لويه کچه د کورني تولید له پلوه نړیوال اوبو ته اړتیا لري او چابهار چې د هغې د ټیټ لګښت په پام کې نیولو سره، هم د اسلام‌اباد ښه بديل دی او هم سوېلي اسیا له مرکزي اسیا سره وصل کولو لپاره.
امیر حسین سلجوقي

Comments