پاکستان د پښتون ژغورنی بل غړی ونیو

comments 0

هندوکش – پاکستان: تیره ورځ کراچۍ ښار کې د منظور پښتین له نږدې ملګرو یو تن پنجاب ریاست نیولی دی.
علمزیب محسود یو له هغو ۲۲ کسانو دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ اساس یې ایښی او له ډيره اسمعیل خان یې دا غورځنګ پیل کړ.
علمزیب په دې وروستیو کې د هغو قربانیانو لیستونه هم چمتو کړي وو چې په وزیرستان کې په ځای پر ځای شویو ماینونو کې له منځه تللي وو.
له تیرې ورځې راهیسې په کراچۍ کې د علمزیب د خوشې کولو لپاره لاریونونه دوام لري.
تر علمزیب وړاندې هم پنجاب حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او مخکښ غړي نیولي او شکنجه کړي دي.
دادان وزیري

Comments