پاکستان د پي تي ام پر غړیو بندیز لګولې

comments 0

هندوکش – پښتونخواه: پاکستاني حکومت یو ځل بیا بلوچستان ایالت ته د منظور پښتین پر تګ بندیز لګولی دی.
د بلوچستان حکومت ویلي منظور پښتین تر ۹۰ ورځو پورې دغه ښار ته سفر نه شي کولی.
پر نوموړي دا بندیز وروسته له هغه لګول شوی دی چې هغه په تېره غونډه کې په بلوچستان کې د جلسو کولو اعلان وکړ.
د یاد غورځنګ د مرکزي کمېټې غړې ثنا اعجاز وایي، پاکستان کې ترهګرې ډلې او غیر مسوول وسله وال په ښکاره ګرځي خو د دوی پر غورځنګ چې د امن غوښتنه کوي بندیزونه لګول کېږي.
هغې پاکستاني حکومت ته ویلي، دا ډول محدودیتونه ددوی ارادې لا پیاوړې کوي او په هیڅ صورت به د پښتنو لپاره له حق غوښتلو راونه ګرځي.
دادان وزیري

Comments