پاکستان د عمران خان له خبرو منکر شو

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په تړاو د عمران خبرې تحریف شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان په تړاو د لومړي وزیر عمران خان له څرګندونو څخه ناسمه معنا اخیستل شوې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او د افغانانو خپل منځي خبرو او سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې عمران خان د پاکستان د ټاکنو بېلګې په تړاو خبرې کړي چې ټاکنې په کې د موقت حکومت لخوا ترسره شوې.
دادان وزیري

Comments