پاکستان د طالبانو سرپرستي کوي/ بریالی ویار

comments 0

تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې که د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له دندې استعفا و نه کړي، طالبان تر هغې پورې سوله نه کوي.

دا به په خپل ډول کې لومړی ځل نه وي چې د پاکستان ملکي او نظامي چارواکي د طالبانو په ملاتړ او افغان حکومت او جمهوریت ضد څرګندونې کوي، بلکې په تیرو درې میاشتو کې چې د افغانستان جګړه شدیده شوې، نږدې هره اوونۍ د پاکستان یو چارواکی څرګندونې کوي.

دا په ښکاره د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه ده او په ښکاره پاکستان وایي، چې طالبان د دوی ملیشې دي او د دوی له اجازې پرته هیڅ کار او اقدام نه شي کولی چې د پاکستان خوښه ورسره نه وي.

د عمران خان څرګندونې:

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره خبرو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت خراب شوی او اړتیا ده چې سولې ته د رسیدو لپاره ولسمشر محمد اشرف غني استعفا وکړي.

دا هغه غوښتنه ده چې له تیرو دوه کلونو راهیسې یې طالبان کوي او اوس ښکاره شوه چې دا غوښتنه د پاکستان ده او پاکستان هیڅکله نه غواړي چې داسې کس په افغانستان کې واکمن وي چې له پاکستان څخه نړیوالو ته شکایتونه کوي او د پاکستان پرضد څرګندونې او اقدامات کوي.

اصل کې خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه غوښتل چې له پاکستان سره دښمني وکړي، خو دا چې پاکستان په دوستۍ کې دښمني ته دوام ورکړ، افغان حکومت ترې مخ واړو او نورو لارو چارو باندې یې غور وکړ.

کله چې د ۲۰۱۴م کال ټاکنو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني بریا ترلاسه کړه، پاکستان ته یې سفر وکړ او هلته یې پآکستان ته واضح وویل چې دوستي کوئ، که دښمني، که دوستي کوئ، له افغانستان ښه دوست نه شئ پيدا کولی، خو دوستي باید په دوه اړخیزو همکاریو باندې استواره وي.

پاکستان ژمنه وکړه چې دوی به دوه اړخیزو اړیکو په رڼا کې ملګرتیا کوي او هغه غوښتنې چې افغان حکومت یې له پاکستان لري، پاکستان به همکاري کوي او هغه غوښتنې چې پاکستان یې لري، افغان حکومت به همکاري کوي.

پاکستان سره د عمل پلان په تړاو خبرې وشوې چې دا اړیکې بیا پياوړې او پراخه کړي، خو پاکستان د عمل پلان برخه کې شاتګ وکړ، ځکه پاکستان د افغان حکومت هغه غوښتنې نه پوره کولې چې له کلونو راهیسې یې له پاکستان څخه غواړي.

افغان حکومت له پاکستان همدومره غوښتي و چې پاکستان کې دې د ترهګرو پټنځایونه او روزنځایونه له منځه یوسي او ترهګرو ته دې اجازه نه ورکوي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پرضد وکاروي.

پاکستان چې اقتصاد یې په ترهګرۍ ولاړ دی، هیڅکله حاضر نه و چې له افغان حکومت سره داسې معامله وکړي چې په اساس یې ترهګر پکې حذف شي، ځکه د ترهګرو له حذف کیدو سره د پاکستان کاروبار خرابیده او افغان حکومت لومړنۍ غوښتنه همدا وه چې د اړیکو د پياوړتیا او دوام لپاره دې د ترهګرو پروړاندې جدي اقدامات وشي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان منزوي کیدل:

د مصطفی نواز په نوم د پاکستان یو ارشد سناتور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په سازمان کې د پاکستان نه ګډون په اعتراض کې ویلي چې پآکستان ناسم سیاستونه د دې لامل شوي چې نړیوال یې له پامه وغورځوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سازمان ناسته کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې، او همدا لامل دی چې د پاکستان ملکي حکومت او اپوزسیون په دې باندې سخت غبرګون ښودلی دي.

د دې لامل د پاکستان پوځ او استخبارات دي چې د ترهګرو ملاتړ او تمویل په ښکاره کوي او د سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

مصطفی نواز ویلي چې پاکستان د ترهګرو او په ځانګړي ډول د طالبانو سره د ستراتيژیکو اړیکو په درلودلو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا سازمان کې منزوي شوی او دا به د پآکستان لپآره بدې پایلې ولري.

نواز ویلي چې پاکستان په خبرو کې وایي چې د افغانستان له سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاري کوي، خو تر نن یې عمل کې ثابته نه کړه چې څومره همکاري یې کړې او هغه څه دي چې وښيي، پاکستان د افغان سولې ملاتړ کوي.

نواز اندیښنه ښودلې چې نړیوال په دې پوه شوي چې پاکستان ریاست د ترهګرو ملاتړ کوي او په نړیوالو غونډو کې په همدې موضوعاتو بحث کیږي او ممکن یو داسې تصمیم د پاکستان په تړاو ونیول شي چې د پاکستان د راتلونکی لپاره به ډير خطرناک وي.

نواز اعتراف کړی چې لسګونه ترهګرې ډلې شته چې پاکستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه افغانستان ته ترهګر د جګړې لپاره لیږي، هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید د نړیوالو د باور خپلولو لپاره د ترهګرو له ملاتړ او تمویل لاس واخلي او که دا کار و نه شو، د پاکستان راتلونکی تیاره کې دی.

د پآکستان پرضد ملي کمپاین:

له دې وضعیت سره همهاله نن دریمه ورځ ده چې افغانستان کې او له افغانستان د باندې افغانانو او پر افغانانو زړه سواندې خلکو د پاکستان پرضد کمپاین پيل کړی دی.

دا کمپاین د ( SanctionPakistan ) تر هشټګ لاندې پيل شوی چې فیسبوک کې نیم میلیونه او ټویټر کې هم نږدې نیم میلیون کسانو پوسټونه کړي او له نړیوالو یې غوښتي چې پاکستان باید په نړیواله کچه باندې تحریم شي.

د افغانانو دا ملي غوښتنه تر نړیوالو رسیدلې او ممکن د پاکستان پروړاندې کلک تصمیم ونیسي.

د ترهګرۍ په ملاتړ باندې د پاکستان پرضد کومو ثبوتونو ته اړتیا نشته، بلکې د پاکستاني پخواني او اوسني جنرالانو او اوسني او پخواني چارواکو بیانيي که ولیدل شي، هغوی په شکاره اعتراف کړی چې افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او په پاکستان کې د هغوی پالنه او روزنه کوي.

په دې تړاو پښتون ژغورنې غورځنګ او د پښتنو سیاسي ګوندونو دلایل، اسناد او شواهد وړاندې کړي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ، تمویل او روزنه کوي او له دې درکه پيسې ترلاسه کوي.

په ملي کمپاین کې چې د پاکستان پرضد پيل شوی دی، ټول له نړیوالو غوښتي چې پاکستان پر افغانستان یرغل کړی او اړتیا ده چې د پآکستان د دې یرغل مخه ونیول شي.

اوس ټول افغانان په دې پوهیږي چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، بلکې دا جګړه د پاکستان ده او پاکستان د خپلو ګټو لپاره افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړی او دا تاوتریخوالی د طالبانو په واسطه کوي.

طالبان په ثبوت سره د پاکستان ملیشې دي

ایا تاسو کله لیدلي چې د پآکستان کوم جنرال یا ملکي چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې طالبانو کومه اعلامیه ورکړي او یا یې هغه څرګندونې رد کړي وي.

له هغې ورځ چې طالبان پيدا شوي د پاکستان نظامي او ملکي چارواکي وایي چې طالبان یې خپل خلک دي، دوی ورسره ډيره مرسته کوي، امکانات ورکوي او خوندي پټنځایونه یې ورکړي دي، خو تر نن پورې طالبانو لږ تر لږه دومره و نه ویل چې دوی د پاکستان هیڅ ډول احسان مند نه دي.

طالبان هره ورځ په افغانستان کې د یو ټیټ پوړې چارواکي او ویاندویانو په غبرګون کې اعلامیه خپروي، خو د پرویز مشرف، شاه محمود قریشي، سرتاج عزیز، جنرال باجوه او … د څرګندونو په غبرګون کې چوپه خوله دي چې هغوی وایي ، طالبان زموږ ملیشې دي.

تاسو به سپين بولدک ولسوالۍ ویډیوګانې لیدلي وي چې طالبان د افغان پوځ په رنجر یا نورو نظامي موټرو کې پآکستان کې ازاد تګ راتګ کوي، ایا داسې کله شوي چې د یو هېواد نظامي وسایط او نظامي کسان دي بل هېواد ته پرته له کوم مزاحمت او رسمي پروسې لاړ شي.

تاسو به لیدلي وي چې پاکستان اغزن تار د دې لپاره تیر کړ چې د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي، خو اغزن تار کې یې لارې کړي او ترهګر پرې ازاد تګ راتګ کوي، یواځې عام خلک نه شي کولی چې په دې لارو باندې تګ راتګ وکړي.

تاسو به لیدلي وي چې هره ورځ د لسګونه کسانو جسدونه پاکستان ته وړل کیږي او هلته په ځانګړي مراسمو کې د پاکستان په بیرغونو کې خاورو ته سپارل کیږي.

تاسو به لیدلي وي چې ملا عبدالغني برادر د کویټې په یو روغتون کې ټپي شویو طالبانو ته وینا کوي او د هغوی کارکردګي ستايي.

تاسو به لیدلي وي چې طالبان د پاکستان هر ښار او هره سیمه کې ازاد تګ راتګ کوي، وسلې هم ورسره وي، موټرې هم ورسره وي، پرته له دې چې قانوني اسناد ولري، ښارونو کې ازاد ګرځي.

نو تر دې نور څه ثبوت وړاندې کیدلی شي چې په دې شک وشي چې طالبان د پاکستان ملیشې دي او که نه دي.

دا هر څه ښکاره دي او پلورل شوی طالب هره ورځ په افغانستان کې د جګړې لپاره پلمې لټوي او واک ته د رسیدو لپاره یې زرګونه کسان شهیدان کړل، زرګونه یې ټپيان کړل او سلګونه زره یې بې کوره کړل.

منبع

د پاکستان چارواکو ویناوې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه

مستندې ویډیوګانې

د عمل پلان برخه

د کرنل امام کتاب

د کوزو پښتنو سیاسي ګوندونو او پي ټي ایم اعلامیې

Comments