پاکستان د سترو پروژو په نه عملي کیدو چین نا هیلې کړې دې

comments 0

هندوکش – پاکستان: داسې راپورونه په دې وروستیو کې خپاره شوي چې پاکستان د چین د سترو پروژو په عملي کولو کي له ډیرو ستونزو سره مخ دی.

په چین کي په یوه جوړ سوي اقتصادي کنفرانس کي د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال تېره ورځ وویل، چي حکومت یې د چین د سترو پروژو په عملي کولو کي له ستونزو سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان نه دی بریالی سوی، چي د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په لار کي پرتې ستونزې له منځه یوسي.

ده ویلي، د چین ددغه پروژې عملي کولو ته باید لومړی ستونزې لرې سي.

اقبال وايي تر ټولو ستره ستونزه دا ده، چي د بېلو ایالتونو اوسېدونکي د ډېرې ګټې غوښتنه کوي او د لږ ګټې په صورت کي په خپله سیمه کي د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز د پروژې سړکونو او ریل پټلیو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

ویل کیږې چې چین پاکستان کې تیر کال ډیره سرمایه پر بنسټیزو او اقتصادي پروژو لګولې چې اوس مهال پاکستان نشي کولاې د پروژو د پلي کیدو زمینه مساعده کړي.

محمد حنیف بیدار

Comments

Leave a Reply