پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په نوملړ کې شامل شو

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پیسو مېنځلو نړیوالې ادارې له قوله بهرنیو رسنیو لیکلي چې په سیمه کې له ترهګرو ډلو ملاتړ په خاطر پاکستان په تور لیست کې شامل شوی.
موده وړاندې امریکا او انګلستان د ترهګرو په نوملړ کې د پاکستان د شاملېدو غوښتنه کړې وه.
پاکستان وروسته له هغې په دې نوملړ کې شامل شو چې امریکا او نورو هېوادونو ترې غوښتنه وکړه چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي، خو پاکستان دا کار و نه کړ.
افغان حکومت داسې اسناد او شواهد وړاندې کړي چې پاکستان د افغانستان د جګړې لپاره ترهګرو روزي اود افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد د جګړې لپاره یې رالیږي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply