پاکستان د افغان کډوالو د اوسیدو موده درییو میاشتو ته وغځوله

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان معتبرې رسنۍ ډان نیوز نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې پاکستان د افغان کډوالو اوسېدو موده وغځوله.
د خبر له مخې د پاکستان کابینه د افغان کډوالو اجازه نامې تر درېیو میاشتو غځولي دي.
رسنې لیکي چې د پاکستان حکومت تردې وړاندې درې ځلي دا موده غځولې چې دایې څلورم ځل دې.
پاکستان ادعا کړې وه چې دوی ځکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کوي چې د کډوالو له کمپونو ترهګر ګټه پورته کوي.
له دې سره د پښتنو ملتپال ګوندونه بیا تور پورې کوي چې پاکستان د افغان کډوالو موضوع د سیاسي ګټو لپاره کاروي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments