پاکستان د افغانستان او تهران تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا خواشنی شوی

comments 0

هندوکش ـ پاکستان: پاکستان ټوډۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغانستان ته د ایراني سوداګرو لاسرسي زياتېدل به د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر سوداګرۍ خورا منفي اغېزه وکړي.
دې ورځپاڼې زياته کړې، چې دا چاره به افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه تر صفر راټيټه کړي.
په راپور کې ویل شوي، د پاکستاني چارواکو له ناسم سوداګریز مدیریت څخه تهران خورا ګټه پورته کړې او له افغانستان سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي دي.
ټوډۍ ورځپاڼې دغه راز افغانستان ته په وروستيو کې د پاکستاني چارواکو سفرونو ته هم اشاره کړې او وايلي يې دي چې پر دې سربېره هم د پاکستان له لوري د لارو بندول او د دوی ناسم تجارتي مدیرت د دې لامل شوی چې افغانستان ته یې صادارت خورا کم شي.
د راپور له مخې په سوداګريزه برخه کې د اسلام‌اباد بديل په توګه کابل ته د تهران نږدې کېدو، په پاکستان کې د سوداګرو او اقتصادي چارو شنونکي انديښنې زياتې کړي دي. دوی پر حکومت غږ کړی چې په اقتصادي پاليسيو کې دې تغير را ولي د موجوده وضعيت مخه دې ونيسي.
دادان وزیري

Comments