پاکستان دیورند کرښې په اوږدو کې اغزن سیم نصبوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان : پاکستانې پوځیان ادعا کوي چې د افغانستان او پاکستان د پولې د امنیت ښه والي لپاره د اغزن سیم کار پیل شوې دې.
پاکستان انځورونه خپور کړې چې ښودل شوي خیبر اینجنسي، باجور او مهمند درې کې د اغزن سیم کار پیل شوې دې چې د اغزن سیم کار دوم پړاو به بلوچستان تر پوښښ لاندې ونیسي.
د افغانستان بهرنیو چار وزارت وایي چې د پاکستان دا کړنه فقط د مرز دوو خواوو خلک به بیل کړي او دپاکستان دغه کړنه نشي کولای امنیت تینګ کړي نو که پاکستان غواړي امنیت تینګ شي نو باید پاکستان کې د ترهګرو پتن ځایونه په نښه شي.
د دیوړند تړون په ۱۸۹۶ کال کې د برتانیا واکمنې پرمهال ترسره شوې وو چې افغانستان دا خط خیالي بولي او په رسمیت یې نه پیژنې .
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply