پاکستان دحقاني شبکې پر ضد له امریکې سره د ګډو عملیاتو وړاندیز کړی

comments 0

هندوکش: پاکستان په لومړي ځل امریکا ته په ياد هیواد کې د حقاني شبکې پر ضد د ګډو عملياتو وړانديز کړی.

پاکستان چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټول منلي سياست له امله له سختې انزوا سره مخ دی ويلي دي چې دوی به په خپله خاوره کې ترهګر وځپي.

ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف له پاکستاني رسنیو سره په خبروکې ويلي دي چې دوی تیار  دي له امریکې سره په ګډه په خپله خاوره کې د حقاني شبکې پر ضد عملیات وکړي.

پاکستان يادې خبرې په داسې حال کې کړي دي چې اوس اوس يي د خپلو استخباراتي افسرانو پر مټ پر حقاني شبکې فشار ډير کړی دی څو خپله هسته افغانستان ته ولیږدوي او له هغه ځايه په هیواد کې وحشتونو ته دوام ورکړي.

د حقاني شبکه چې په افغانستان کې په ملکي وګړو په وحشي بريدونو کې لاس لري د پاکستان له لوري امر تر لاسه کوي او ډيری مشران يي په اسلام اباد کې کورونه لري.

که څه هم پاکستان ياد وړاندیز کړی دی ولې امریکې لا وار دمخه پر قبایلي سيمو خپل هوايي بريدونه ډير کړي دي.

ويل کيږي د امريکې په نوې ستراتيژۍ کې به نور طالبان د تیر په څير خوبونه ونه ويني بلکه په هرځای کې چې وي په نښه به شي.

د يو بل خبر له مخې د کوټې شورا ډيری غړي چې ترکيي ته تښتيدلي دي هڅه کوي چې په کوټه کې ځينې پاتې کسانو ته هم ترکيي ته د تيښتې زمینه مساعده کړي.

Comments

Leave a Reply