پاکستان خپل روزل شوی جاسوس غواړي/ سید عبدالله پاچا

comments 0

افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور و، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شو او ډير څه باندې یې اعتراف هم کړی دی.
عبدالله اورکزي په نیول کیدو سره کوزو پښتنو او په ځانګړی ډول د وزیرستان او اورکزیو خلکو خوښې ښودلې، خکه دې ترهګر قبایلو کې هم د پاکستان په دستور زیات سرلارې پښتانه وژلي دي.
قبایلو لیدلي چې عبدالله اورکزی د ای ایس ای ملاتړ له ځان سره درلوده او هغوی پراخ امکانات ورکول چې ترهګریز اعمال پرې وکړي.
عبدالله اورکزی چې زیات جنګیالي یې درلودل، د پاکستان ریاست په خوښه افغانستان ته راغی او دلته یې د داعش وسله والو په لیکو کې د زیاتو ظلمونو وروسته مشري ترلاسه کړه او د زیاتو افغانانو قاتل دی.
عبدالله اورکزی چې یو سرسخته ترهګر بلل کیږي، د ملي امنیت ځواکونو له ډيرې مودې راهیسې پسې عملیات کول او تعقیبو یې، خو د ای ایس ای دا روزل شوی ترهګر بلاخره په دولسم وار عملیاتو کې له ملګرو سره ونیول شو.
عبدالله اورکزي باندې د زیاتو بریدونو تور و، د زیاتو بریدونو مسوولیت یې منلی او اعتراف یې کړی چې افغانستان کې یې ډير جتایتونه ترسره کړی دي.
اوس چې عبدالله اورکزي د پاکستان د زیاتو ترهګریزو پروژو څخه پرده پورته کړې، پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې له افغان حکومت غوښتي چې عبدالله اورکزی دوی ته ور وسپاري چې پوښتنه ترې وکړی، ولې افغانستان ته تللی او د داعش په لیکو کې یې جګړه کوله.
پاکستان په ښکاره دا خبره کوي، خو د پردې ترشا خبره دا ده چې عبدالله اورکزي نیول کیدو باندې پاکستان ویریږي چې ټول حالونه و نه وایي او ټولې ترهګرېزې پروژې یې رسوا نه کړي.
دا مشهور ترهګر چې پاکستاني ریاست روزلی دی، په داسې حال کې یې پاکستان د نیول کیدو غوښته کوي چې دا د همدوی روزل شوی او افغانستان ته رالیږل شوی کس دی.
که پاکستان عبدالله اورکزي سره حسابي درلودلی، نو بیا یې ولې شمالي وزیرستان کې د دې ترهګر ملاتړ کو، ولې یې هلته نه نیوه، ولې یې ورته امکانات برابرول، ولې یې ورته ډيورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې پټنځایونه جوړ کړي و.
وروسته له هغې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې عبدالله اورکزی دې وروسپاري، د افغانانو غبرګونونه راپارولي او غوښتنه شوې چې عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، په عام محضر کې اعدام کړي او جسد دې د پاکستان حکومت ته وسپاري.
اورکزی اوس د پاکستان استخباراتو ته مړ جسد دی، هڅه کوي چې ترلاسه یې کړی او له منځه یې یوسي، خو افغانان به هیڅکله داسې معامله و نه کړي، عبدالله اورکزی د سلګونه افغانانو د وینو قاتل دی او د دې وینې توییدنې حساب به ورکوي.
ترهګر که هر څومره مشهور او پياوړی شي، له افغان ځواکونو پياوړي نه دي او داسې ورځ راتلونکې ده چې دا ټول ترهګر به د افغان ځواکونو منګلو ته غورځیږي.

Comments