پاکستان خپل رنګ کې کوټ شو/ نوید احمد څرک

comments 0

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال تمه ښودلې چې د افغانستان په تړاو د پاکستان تګلاره بدلون راتلو والا دی او ژر ده چې پاکستان له افغانستان سره د صادقانه همکاریو تګلاره رامنځ ته کړي.
زاخېلوال له ځینو پاکستاني چارواکو سره لیدلي او له هغوی سره په خبرو کې یې موندلي چې پاکستان لپاره تر بل هر چا د افغانستان اړیکې مهمې دي او باید پاکستان له افغانستان سره د اړیکو جوړولو ته دوام ورکړي او دا اړیکي سمې وپالي.
ځینو پآکستاني چارواکو ویلي چې پاکستان پریکړه کړې چې د امریکا او د هند له اړیکو ضرور ده چې له افغانستان سره اړیکې جوړې شي او هغه وړاندیزونه چې کابل اسلام اباد ته کړي ومنل شي.
د کابل په وړاندیزونو کې داسې څه نشته چې د پاکستان ملي ګټې او عرضي تمامیت یې ترسوال لاندې راشي، کابل اسلام اباد ته د ترهګرو ډلو د مشرانو نومونه سپارلي چې پآکستان کې ژوند کوي او باید کابل ته وسپارل شي.
دغه راز له اسلام اباد غوښتنه شوې چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پرضد ګام پورته کړي او هغه مرکزونه چې د دیني مدرسو په نوم جوړ شوي او ځانمرګي بریدګر پکې روزل کیږي هغه باید بند کړي.
د دې تر څنګ بله غوښتنه دا ده چې پاکستان د ترهګرو ډلو او په ځانګړې ډول د حقاني شبکې مشران یا افغان حکومت وسپاري او یا دې له خپلې خاورې وشړي چې اوس په اسلام اباد کې ژوند کوي.
اوس چې کابل له پاکستان مخ اړولی او د پاکستان د اصلي څېرې په ډاګه کولو لپاره یې د نړۍ ټولو هېوادونو ته اسناد او شواهد وړاندې کړل، پاکستان تر فشارونو لاندې نیول شوی او لا ډير کار کیږي چې دا فشارونه دومره سخت شي چې پاکستان ريښتنې همکارۍ ته غاړه کیږدي او نور له ترهګریز سیاست لاس په سر شي.
که څه هم د پاکستان عملي اقدام تراوسه نه دی لیدل شوی چې امریکا او افغانستان قانع کړي، خو د پاکستان په کور دننه پخوانیو چارواکو، سیاسیونو او عوامو له پاکستان غوښتي چې د نړیوالو له بدنامۍ ځان وژغوري او له افغانستان سره د اړیکو جوړولو او پاللو ته لومړیتوب ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر ویلي چې ترهګر په دې نه ارزي چې پاکستان پرې نړۍ کې ځان بدنام کړی او د زیاتو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان سره یې پرې اړیکې خرابې کړي.
میرمن رباني چې له یو پاکستاني ټلویزیون سره یې ځانګړې مرکه کړې، په ټینګار سره ویلي چې اوس د دې وخت دی چې له افغانستان سره همکاري وشي، او که دا کار اوس و نه شو، د کابل او اسلام اباد د خرابو اړیکو زیات تاوان به اسلام اباد وګوري، دا به نو داسې تاوان وي چې بیا به یې د ترهګرو په سیاست جبران نه شي کړلی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پریکړه کړې چې تر هغې پاکستان ته لاس نه ورکوي، تر څو یې چې د اړیکو جوړولو او پاللو لپاره عملي ګام نه وي پورته کړی، پاکستان هڅه کوي چې یو ځل بیا په ژمنو باندې باور رامنځ ته کړي، خو افغان حکومت پاکستان ته شرط ایښی چې له عملي ګامونو وروسته به په اړیکو غور کوي، داسې غور چې د دواړو هېوادونو ګټې پکې خوندي وي.
له پاکستان مو په بهرني سیاست کې ګټلې او په تېرو دریو کلونو کې اسلام اباد ته ثابته شوه چې افغانستان ډير داسې موارد لري چې پاکستان پکې له اسمان څخه ځمکې ته راښکته کولای شي او دا دی نن د پاکستان حکومت او سیاسي ګوندونو منلې چې افغانستان په سیاست کې ماتې ورکړې او په نړیواله کچه یې بدنام کړی دی.

Comments

Leave a Reply