پاکستان حکومت د افغانستان په تړاو غونډه کړې

comments 0

هندوکش – پاکستان: عمران خان، د پاکستان پوځ او ای ایس ای په پاکستان کې د افغانستان په تړاو غونډه کړې.
ای ایس ای او پوځ عمران خان ته د افغانستان د سولې بهیر، دوه اړخیزو اړیکو او د ډیورند فرضي کرښې په تړاو مالومات ورکړي دي.
د دوی دغه ناسته د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي کابل ته له راتګ یوه ورځ مخکې شوې ده.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واک ته له رسیدو سره سم ویلي و، چې حکومت به یې له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړي او د سولې ټینګښت کې به ورسره مرسته وکړي، خو څیړونکي وایي، د افغانستان په تړاو د پرېکړو واک د پاکستان له حکومت سره نه، بلکې له پوځ او ای ایس ای سره دی.
که څه هم د غونډې جزیات نه دي ورکړل شوي خو پاکستاني رسنیو ویلي، چې عمران خان ته د پاکستان د ملي ګټو په اړه مالومات ورکړل شوي، خو زیات بحث افغانستان کې په روان وضعیت شوی او پر دې خبره مشورې شوي چې له افغانستان سره د پاکستان رول باید څنګه وي؟
افغانستان کې لا هم د پاکستان نوي ملکي حکومت ته تمې نشته، ځکه سیاست او تګلارې د پوځ او څارګردې ادارې په لاس کې دي چې له افغانستان سره همکاري نه کوي.
دادان وزیري

Comments