پاکستان حکومت ته د منظور پښتون خبرداری/ بریالی ویاړ

comments 0

منظور پښتون چې د جنوري په ۲۷مه د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې نیول شوی و د فبروري په ۲۵مه د لر او بر پښتو په هلو ځلو او نعرو باندې راخوشې شو.
منظور پښتون باندې د بغاوت، قانون څخه سرغړونو او د دې تر څنګ شپږ نور تورونه و، خو اته محکمو پرې هیڅ تور ثابت نه شو کړلی او هغه په ضمانت خوشې شو.
د منظور پښتون هرکلي ته زیات پښتانه د ډيره اسماعیل خان زندان ته ورغلي و او د هغه تود هر کلی یې وکړ.
د منظور له راخوشې کیدو وروسته هغه ته یو غونډه برابره شوې وه او په وینا کې یې وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ اوس یوه ډله نه بلکې ولسي ټولګه ده چې هیڅوک به یې مخه و نه نیولی شي.
دلته د منظور پښتون د وینا مهم ټکې رانقل کوو چې د سه شنبې په ورځ یې خپل قوم ته وینا وکړه او د پاکستان ریاست ته یې ځینې یادښتونه ورکړل.
منظور پښتون وویل؛
((کله چې کابل ښه و، موږ هم ښه و، کله چې د کابل د سوځولو اراده وشوه هغه اور دیخوا هم راغی.
یو ډاډګرینه، مینه راکړل شوه، چې هغه د منظور نه، بلکې دا د منظور فکر او هڅو ته احترام و، کوم چې موږ خپل فکر خلکو ته رسولی دی.
له پښتنو سره چې کومه ډرامه د ترهګرۍ په نامه شوه، موږ وایو، چې دا په ارامه نه کیږي، موږ به له ډرامو ځان خلاصوو.
زموږ خلک د جهاد په نامه، د پاکستان په نامه، ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې پر وړاندې، په یوه او بله پلمه وژل شوي او ځپل شوي دي.
زموږ خلک (پښتانه) یې له تاریخ غافله ساتلي، اصلي تاریخ یې پرې نه دی لوستی.
غل ښکاره دی او یوه ورځ به راځي چې ماتې وخوري.
دوی زما له نیولو هدف دا و، چې پښتون ته ووایې، چې زه زورور یم او ته کمزوری، دا تا د پي ټي ام پسې نه ده راخیستې تا خپل ځان پسې راخیستې او په دې خبر اوسه.
ستا ظلمونه به موږ راویښوي، زموږ مورا به لوړوي، دا قام زما ځان دی.
که چا زما په نیول کیدو غبرګون ښودلی وي او د راخوشې کیدو هڅې یې کړي، ټول پښتانه دي، له اشرف غني راواخله تر ټانګ، موږ یو پښتانه یو.
یو ورځ به پښتون راویښ شوی وي، یو شوی به وي، تل به کمزوری نه وي، زموږ بي شعوري او ناپوهي د دوی طاقت و، اوس پښتون خپل دښمن پيژني.
په هرصورت او هره طریقه باید د خپلې خاورې دفاع وکړو.
زور یا زر په موږ ازمایي، خو په رب قسم، چې یوه به هم ونه چلیږي، اوس که نر وي نو غوږونه دې خپله پرې کړي.
د ازادۍ د انقلاب سندره ورو ورو غږیږي، څه ناڅه یې غوږونو ته ورغلې ده، په کیسه لږ څه پوه شوي دي. دا نعره به تیزیږي، څومره چې دوی ظلم زیاتوي، داسې به خلک نور زیاتیږي او سره به یو کیږي.
ماته دې شهدیان قرض پریښي، اوس به کیسه اوږدیږي او دا موږ (پښتنو) نه تاسو اوږده کړې
زه خو په خپل طبیعت راوتی یم که ژوند و ژوند به وکړم، کنه خپله مور غیږې کې یعنې خاوره کې به ویده شم.
د جیل په دیوالونو هم پي ټیم لیکل شوی و، دا خوځښت به پراخیږي او حقوق به ترلاسه کوي.
ماته جیل ته جرګه هم راغلې وه، ما ورته وویل، که شرطونه دې راوړي وي، نو په کومه لار چې راغلی یې په هماغه ځه، ویل یې ستړي به شي، ما ورته وویل چې زموږ یو ملګری هم په شرط له زندان نه دی راوتی او نه مو دا تربیت دی، موږ سره ټول پیاوړي خلک دي، ډارن خلک پکې نشته
په هیڅ ملک، طاقت … باور نه لرو، په خپل ولس او قام بارو لرو.
په جاسوسۍ وطن نه جوړيږي، خپله به یې جوړو.))

Comments