پاکستان ته ګاونډیان غصه دي

comments 0

هندوکش – ایران: له هند وروسته ایران د پاکستان دویم ګاونډی دی چې له اسلام اباد د ورستیو بریدونو د غچ اخیستلو ګواښ کوي.
د ایران سپا پاسداران عمومي قوماندان جنرال محمد علي جعفري ویلي، که پاکستان د جیش العدل په نوم د وسله والې ډلې مخه ونه نیسي نو دوی به یې پر ضد لاس په کار شي چې هغه مهال به یې د سختو پایلو اغیزې وویني.
جعفري پاکستان تورن کړ چې له جیش العدل ډلې ملاتړ کوي.
جیش العدل د چهارشنبې په ورځ د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش ــ زاهدان پر لویه لار د سپاپاسداران پر ځواکونو موټر بم برید وکړ چې ۲۷ غړي یې ووژل.
وړاندې تر دې د هند لومړي وزیر پاکستان ته ګواښ کړی وو چې کشمیر کې د دوی پر ملیشو د شوي برید غچ به اخلي، په هغه برید کې د هند څلویښت ملېشې وژل شوې وې
محمد امان دوران

Comments