پاکستان ته د ادم کینزینګر خبردارې.

comments 0

هندوکش واشنګتن: د امریکا کانګرس غړې ادم کینزنګر وایې «که چیرې پاکستان له ترهګرو ملاتړ پری نږدې نو امریکا به نظامي عملیات د پاکستان پر خاوړې ترسره کړي».
نړیوال له دې امله چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي فشارونه پر پاکستان زیات کړې، تر دې اندازه چې د امریکا کنګړې یو جمهوري خواه غړي پاکستان ته خبرداری ورکړې ده.
د کنګړې غړې ادم وایي : تر هغه به پر پاکستان فشارونو لړې ادامه لري چې د تروریستې شبکو ملاتړ پری نږدي، نو که چیرې د پاکستان دغه پروسه بیا هم ادامه ولړله نو نظامي بهیر به پر پاکستان پیل شي چې لمړې به د طالبانو، حقاني شبکه، القاعده او داسې نورو ډلو مرکزونه دی بې پیلوته الوتکو په وسیله هدف وګرځول شي.
د نوموړي په وینا که چیرې نظامي عملیاتو مثبته پایله نه درلودله نو مالي مرستې به امریکا لخوا پر پاکستان ودرول شي او نظامي عملیات به د پاکستان پر خاوړې ترسره کیږي.
نوموړې زیاتوي که چیرې د ستراتیژي په نوي پلان کې پاکستان پر وړاندې مالي مرستې وځنډول شي نو زه کاملا موافق یم، واشنګتن باید پاکستان پر وړاندې خپل دریځ څرګنده کړي او پاکستان ته وښیې که چیرې د ترهګرو پر وړاندې صادقانه عمل نکوي نو امریکایي سرتیرې دی پاکستان خاورې دننه نظامي عملیات ترسره کوي.
دا په داسې حال کی دی چی د افغانستان حکومت د ناامنیو اصلي لامل پاکستان بلي او امریکا د پاکستان دوه لوري استراتیژي ته د افغانستان پر وراندې(امنیت او د ترهګرو پر ورانډی مبارزه) د شک په سترګه ګوري.
پاکستان پر وراندې د امریکا فشارونه سیاي شنونکې ګتور بلي او وایې چې امریکا او نړیوال دې باید پر پاکستان فشارونه ډیر کړي.
فکتور نعیمی

Comments

Leave a Reply