پاکستان ته بې ځوابه طالب !؟ سید عبدالله پاچا

comments 0

طالبان هر کله وایي چې په پریکړو کې خپلواک دي هر هغه اقدام چې کوي د مشرانو په مشوره او د هیڅ هېواد د ګټې لپاره یې نه کوي، دا د طالب پخوانی شعار دی چې اوس یې هم زمزمه کوي، خو اوس به یې یواځې د ګوتو په شمېر پلویان ورسره ومني، هغه پلویان چې افراطیت ترې عقل اخیستی او هیڅ ورته نه ښکاري.

اوس نو ډیرو ته مالومه ده چې طالبان د پاکستان له پریکړو هیڅ سرغړونه نه شي کولای او کله یې هم چې سرغړونه وکړه، پایله به یې ملا محمد عمر او ملا اخترمحمد منصور وي، پاکستان په دې دوه وژنو سره طالبانو ته وښوده چې د دوی له دامه وتل یې مرګ دی او باید هر ګام او هره پریکړه کې ای ایس ای شریکه وي.

د پاکستان تازه څرګندونې چې رسنیو راخیستې دا دي چې که افغانستان د ډیورنډ مسله، د کډوالو موضوع، له هند سره سیاست او ځینو نورو برخو کې له پاکستان سره د پاکستان په خوښه معامله وکړي، طالبان به ورسره مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

دا هغه ښکاره خبرې دي چې پاکستان له طالبانو پکې خپل ملاتړ ښيي او له په دې سره له افغان حکومت امتیاز غواړي او له افغانانو ناموس، ځکه ډیورنډ کرښه د افغانانو ناموس دی او له ناموس تیریدل نشته، خو طالبان حاضر دي چې پاکستان یې پر افغانستان خرڅ کړي او د ډيورنډ معامله ورسره وکړي.

که طالبان په رښتیا هم ځینې وخت ځانونه خپلواک ښيي، یواځې د پاکستاني چارواکو په غبرګون کې دومره ووایي چې نه موږ له چا سره په ډیورنډ خبرو ته کینو او نه له هند سره په سیاست، طالبان په دې موضوع کې چوپ پاتې شول، نه یې اعلامیه خپر کړه او نه یې له رسنیو سره خبرې وکړې.

پاکستان د همدې لپاره طالبان تغذیه کوي چې له افغانستان او افغان حکومت امتیاز واخلي، د همدې لپاره یې خپله خاوره کې ورته پټنځایونه جوړ کړي، د همدې لپاره یې مشرانو ته په اسلام اباد کې ښکلې ماڼۍ ورکړې چې هر کله پاکستان څه وغواړي په افغانستان کې یې ترسره کړی، په طالبانو یې ترسره کوي.

طالبان په دې هم پوه نه شول چې کلونه پاکستان ورباندې له امریکا سره معاملې وکړې او دا معاملې لا هم روانې دي، طالبانو ته پاکستان اجازه نه ورکوي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کیني او په جګړې ټينګار کوي، دا ځکه چې پاکستان خپلو موخو ته نه دی رسیدلی، که له پاکستان سره هر کله د هغوی په خوښه معامله وشوه، داسې باور کیدای شي چې په همغه ورځ طالب خرڅ کړي.

د پاکستاني چارواکو دا لومړۍ ځل نه دی چې دا ډول څرګندونې کوي، بلکې په کراتو ـ کراتو یې ویلي چې طالبان دوی پر افغان حکومت د فشار په توګه کاروي او تر هغې چې د پاکستان غوښتنې و نه منل شي، طالبان به هیڅکله د سولې خبرو ته حاضر نه شي.

که طالبانو د پاکستاني چارواکو په خبرو یو ځل هم غبرګون ښودلی وای، نو بیا به هم څه تمه وای چې نه پاکستان درواغ وایي او هیڅکله پر طالبانو نفوذ نه لري، خو طالبانو هیڅکله غبرګون و نه ښود او د پاکستاني چارواکو په څرګندونو هر ځلې ځان غلی نیسي.

نو دا په ډاګه شوه چې طالبان یوه پروژه ده، د افغانستان د ناامنه کولو، افغانانو د وژلو او پاکستان د ګټو لپاره چې په افغانستان کې یې خوندي کړي او په امریکا او افغان حکومت یې د فشار په توګه وکاروي.

طالبان ځکه د پاکستان له انحصاره نه شي وتلی چې د لوړپوړو طالب چارواکو کورونه په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې دي او هر کله چې طالبان سرکشي کوي، د طالبانو کورنۍ له ګواښ سره مخ کیږي.

داسې ورځ راتلونکي ده چې طالبان به مخ توري د افغانانو منځ کې وي، د پاکستان د ګټو له خوندي کیدو او یا نورو فشارونو سره به پر طالب پیسې بندوي او کله چې پر طالبانو امکانات بند شول، یوه ورځ هم جګړه نه شي کولای.

که طالب سره د افغانستان او افغانانو غم وای، نو پنجابیانو ته خو به یې یو ځل ویلی و چې تر کله به مې د افغانستان د ورانولو او افغان وژنې لپاره جنګوې، تر کله به مې اولادونه او کورنۍ له تاسو سره ګرو وی، تر کله به زه د جګړې لیکو ته ځوانان جذبووم او د جګړو خوراک کووم به یي، طالب د پنجاب په شل کلنه غلامۍ کې وجدان داسې له منځه وړی چې یوه ورځ یې هم د  پاکستان په سیاستونو فکر و نه کړ، یوه ورځ یې هم د خپلو کونډو، یتیمانو اوښکو باندې زړه و نه درداوه.

نو طالب د پاکستان ملیشه ده، که یې ملیشه نه وي، یوه اعلامیه دې خپره کړي چې موږ د پاکستان په خوله له هیچا سره د سولې خبرې نه کوو.

Comments

Leave a Reply