پاکستان بیا پر کونړ یرغل کړی

comments 0

هندوکش – کونړ: د کونړ په شلتن دره د ډیورنډ په پورې غاړې یو سل او لس راکټ راغلي دي.
یوې امنیتي سرچینې ویلي، راکټي بریدونه ځاني زیان نه لري، خو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
سرچینه وایي، دا بریدونه د تېرو دوه ورځو په اوږدو کې شوي دي.
پر کونړ له تېرې څه مودې راهیسې بریدونه نه کیدل خو دا لړۍ بیا پيل شوې ده.
له دې بریدونو ځینو سیمو کې خلک کډه شوي او خوندي ځایونو کې ځای په ځای شوي دي.
افغان حکومت څو ځل په دې تړاو د پاکستان سفیر احضار کړی خو دا بریدونه لا هم دوام لري چې د خلکو کرکه یې زیاته کړې.
فرهاد شهراني

Comments