پاکستان بیا پرکونړ راکټونه ورولي

comments 0

3 Views

هندوکش – کونړ: کونړ کې پاکستان یو ځل بیا راکټي بریدونه پيل کړي چې ځینې کورنۍ یې بې ځایه کړي دي.
ځايي چارواکي وايي، د شنبې په شپه په دانګام او ځینو نورو سیمو لسګونه راکټونه راغلي چې له ځینو سیمو خلک وتلي او خوندي ځایونو ته تللي دی.
ملي دفاع وزارت وایي، سرتېرو ته یې امر کړی چې د پاکستان د بریدونو ځواب هر کله ورکړي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي، سرحدي سرتېرو ته یې صلاحیت ورکړی چې د پآکستان د هر ډول بریدونو ځواب په بریدونو ورکړي.
له دې سره په ولسي جرګه کې د کونړ او ننګرهار استازو هم په وروستیو بریدونو انديښنه ښودلې.
سخي مشواڼي او حضرت علي ویلي، حکومت دې ملګرو ملتونو کې له پاکستان شکایت وکړي چې پر کون راکټي بریدونه بند کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments