پاکستان بیا پرکونړ بریدونه کړي

comments 0

هندوکش – کونړ: پاکستاني ځواکونو بیا پر کونړ توغندیز بریدونه کړي دي.
سرپرست امنیه قوماندان حق نواز حقیار وایي، بریدونه د دانګام ولسوالۍ پر سره کمر سیمه شوي دي.
د سرپرست امنیه قوماندان په خبره، تراوسه یولس توغندي راغلي چې اوس هم دوام لري.
قوماندان د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
کونړ کې د پاکستان له مستقیم یرغل سره هلته زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي او ځانونه یې خوندي ځایونه ته رسولي دي.
افغان حکومت په کراتو کراتو له پاکستان غوښتي چې دا بریدونه بند کړي او په دې تړاو یې ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم شکایت کړی، خو تراوسه پاکستان دا موضوع جدي نه ده نیولې.
ملي دفاع وزارت بیا سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې ځوابیه بریدونه وکړي.
پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ او ننګرهار په بېلا بېلو سیمو توغندیز بریدونه کوي چې د ځاني زیان سربېره یي خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
فرهاد شهرانی

Comments