پاکستان بیا طالبان د فشار په توګه کاروي / نوید احمد څرک

comments 0

پاکستان چې په ډاګه یې ویلي چې طالبان یې له امریکا سره مخامخ خبرو ته کینول او پر طالبانو باندې نفوذ یې کولای شي چې له افغان حکومت سره یې هم خبرو ته کینوي.
پاکستان ځکه افغان حکومت سره طالبان نه کینوي چې پاکستان خپلې غوښتنې لري، هغه غوښتنې چې هیڅ افغان ته د منلو نه دي.
له هغه وروسته چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پاکستان مېشتې جیش‌المحمد ډلې پر هندي ځواکونو برید وکړ او له کبله یې له څلوېښتو ډېر پوځیان ووژل شول، دې پېښې د دواړو هېوادونو تر منځ د ناندریو تر څنګ، احتمالي کړکېچ ته لار هواره کړې ده.
هند خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړې چې له پاکستانه یې د غچ اخیستلو پلان جوړ کړي، خو اسلام‌اباد بیا د یوه لیک په وسېله له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دواړو هېوادونو تر منځ راپورته شوی کړکېچ حل کړي.
دغه راز په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله تازه ویلي، که هند د کشمیر د برید په ځواب کې د پاکستان پر وړاندې نظامي لارې چارې وکاروي، د افغان سولې روانه پروسه به زیانمنه شي.
سره له دې چې د هند او پاکستان کړکېچ له افغانستانه ډېر لرې او دا د دواړو هېوادونو خپله موضوع ده، پاکستان ولې هند ته د ځواب ورکولو پر ځای له افغان سولې او افغانانو غچ اخلي!؟
پاکستان له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په قضیو او بدمرغیو کې پوره لاس لري او پر سر یې د خپل هېواد لپاره معاملې کړي، خو افغانستان یې په خپل ناسم نیت او تګلارو نه یوازې څو ځله په کنډواله بدل کړی، بلکې زموږ د هر ناورین او جګړې ريښه له اسلام‌اباده راوځي.
اوس چې افغان حکومت او امریکا د افغان سولې لپاره سره لاس یو کړی او غواړي په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او څه نا څه په ‌دې برخه کې پرمختګ هم شوی، خو پاکستان بیا هم د افغانانو له دې مهمې پروسې سره ناسم چلند کوي، کله پر افغان حکومت او امریکا شرطونه ږدي، کله طالبان د سولې مېز ته حاضر کړي، خو کله یې بیا مخه نیسي او په بېلابېلو بڼو د افغان سولې په مخ کې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې اسانه دا پروسه بریالۍ شي.
که څه هم افغانستان له هند سره ښې دوستانه اړیکې لري او امریکا هم د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپله تګلاره کې خپل سټراټېژیک هېواد بللی، خو دا په دې مانا نه چې پاکستان دې خپله هره مرداري له افغان سولې سره غوټه او د نورو هېوادونو پر ځای دې له دې مهمې پروسې او افغانانو غچ واخلي.
افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان دې هڅه نه کوي چې د افغان سولې روانه پروسه چې د افغانانو هیلې ور پورې تړلې، له هند سره په خپل کړکېچ ګډه کړي، بلکې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
د پاکستاني چارواکیو دا څرګندونې ښيي چې لا هم نړيوالې ټولنې، په ځانګړې توګه امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو چې تر شا یې د دوی مستقیم لاس او ملاتړ دی او د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري ته نه ‌دی اړ کړی او همدا لامل دی چې د افغانانو له دې ملي او مهمې پروسې یې خپله لنګه غوا جوړه کړې ده.
له یوې خوا یې د افغانستان د کړکېچ په حل کې د همکاري په نوم له عربانو پیسې راټولوي، بل ‌خوا امریکا په خپلو تشو ژمنو غولوي، د دې تر څنګ طالبان او د سولې په روانه پروسه کې په خپل رول پر افغان حکومت فشار راوړي او هڅه کوي چې په دغه پروسه کې خپلې موخې او ګټې خوندي کړي، اوس یې دا دی له هند سره د خپل کړکېچ له حل سره غوټه کړه!
که څه هم روښانه ده، خو د افغان سولې له پروسې سره د اسلام‌اباد دا ډول چلند ثابتوي چې دا پروسه اوس هم د دوی په لاس کې ده، طالبانو ته چې څه رنګ ساز ووهي، هغوی هماغسې څڼې ورته اچوي؛ نو په ‌کار ده چې په افغانستان کې د سولې د بریا لپاره پر پاکستان جدي فشار را شي او په زوره اړ کړل شي چې د خپلو موخو او ګټو لپاره د دې پروسې د کارولو پر ځای یې له بریا سره رښتینې مرسته وکړي.
تر هغې چې پر پاکستان فشار را نه ‌شي او د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې بدلېدو او د افغان سولې په برخه کې رښتینې مرستې ته اړ نه کړل شي، د سولې روانه پروسه به اسانه بریالۍ نه شي.

Comments