پاکستان بیا د همکاریو ژمنه کړې

comments 0

هندوکش – اسلام آباد:پاکستان یو ځل بیا د افغانستان د سولې او ثبات لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ویلي، پاکستان د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ژمن دی.
باجوا دغه خبرې د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الایس ویلز سره په لیدنه کې کړې دي.
د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې باجوا له دغې لوړ پوړې امریکايي ډیپلوماټې سره په خبرو کې په سیمه کې پر نورو هېوادونو هم ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې لپاره ورته هڅې وکړي.
د خبرپاڼې له مخې دغې امریکايي ډپیلوماټې هم ډاډ ورکړی چې امریکا د سولې لپاره ژمنه ده او په دې برخه کې له ټولو هڅو پوره ملاتړ کوي.
خو افغان حکومت وایي، د پاکستان په خبرو تر هغې باور نه شي کیدلی چې عملي ګام یې نه وي اخیستی.
دادان وزیري

Comments