پاکستان باید د ترهګرو هیوادونو په لست کې درج شي

comments 0

هندوکش – کندهار: زلمې خلیل زاد وایې: «که چیره وروستې برید پاکستان لخوا ثابته شي،امریکا باید د ترهګرو هیوادونو په لست کې پاکستان درج کولو په اړه فکر وکړي».
د کندهار رادیو تلویزیون نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې: «ښاغلي خلیلزاد وایي: پر پاکستان باندې تیرو ۱۶ کلونو سیاسي، دیپلوماتیک او اقتصادي فشارونو نتیجه ورنکړه، نو دې ته اړتیا ده چې د افغانستان حکومت او نړیواله تولنه په ځانګړي توګه امریکا د پاکستان په وړاندې جدي او پراخ اقدام وکړي».
د نوموړي په وینا :«که د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه ددې “وحشیانه حملې” سره د نورو بریدونو په څیر چلند وکړي، دا به نه یوازي یوه اشتباه وي، بلکي د پاکستان د اعمالو په وړاندي د هغه هیواد څخه د حساب غوښتولو فرصت به هم د لاسه ولاړ سي».
نوموړي زیاته کړه چې: داسي ستري حملې کول د “پاکستان له خبرتیا او اجازې” پرته امکان نه لري.
ښاغلی خلیلزاد تینګار وکړ چي په افغانستان کي د سخت دریځو ډلو ترهګریز بریدونه د تحمل وړ نه دي، خو د ترهګرو د ملاتړو هیوادونو په لست کي د پاکستان د نوم د شاملو او په پاکستان کي د میشتو سخت دریځو په وړاندي له پوځي قوې څخه د استفاده کولو په څیر د اقداماتو زیانونه به تر هغه څه کم وي، چې تر اوسه په افغانستان باندي تحمیل کیږي.
دا په داسې حال کې دې چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي هم مخکې ویلې ول چې پاکستان دې باید د ترهګرو ډلو ملاتړ په تور په تور لیست کې درج شي.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply