پاکستان اوس هم د سولې پروړاندې خنډ دی

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا وایي، لا هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې پاکستان خنډ دی او نه پریږدي چې افغانان دغه ستر ارمان ته ورسیږي.
د سولې عالي شورا له مدني فعالانو، ځوانانو او ښځو سره د سولې په اړه مشورتي غونډه رابللې وه چې مسوولینو په کې خبر ورکړ چې تراوسه له طالبانو هیڅ مخامخ تماس نه دی ټینګ شوی.
د سولې عالي شورا د درالانشاء مشر اکرم خپلواک په ډاګه کړې چې د پاکستان تر څنګ د ترهګرو ډلو او نشه يي توکو کاروباریان د سولې پروړاندې خنډ دي او په دې برخه کې یې د نړیوالو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي له ځوانانو او ښځو غوښتي چې د جګړې په پآي ته رسولو او د سولې په ټینګښټ کې خپل رول ولوبوي.
ځوانانو له حکومت وغوښتل، چې د سولې په بهیر کې د دوي ونډه یقینې کړي او په پرېکړو کې یې شامل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply