پاکستان امریکې ته افغان سولې په برخه کې د همکاري ژمنه کړې

comments 0

هندوکش – پآکستان: د پاکستاني رسنیو په وینا او په اسلام آباد کې د امریکا سفارت خبرپاڼې له مخې، د زلمي خلیلزاد دوه ورځنی سفر پای ته رسیدنې وروسته پاکستان امریکې ته ژمنه کړې چې د سولې په برخه کې به همکاري کوي.
د سرچینې په وینا امریکا پاکستان ته ویلي، هیله لري چې د افغان سولې په برخه کې د اسلام اباد مثبته همکاري دوام وکړي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې پاکستان د افغانانو ترمنځ پر مذاکراتو او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، چې پاکستان ته یې دوه ورځنی سفر پای ته ورسېد او بېرته کابل ته روان شوی دی.
دده په خبره په بېلو برخو کې د پاکستان له همکاریو مننه کوي او هیله لري چې د اسلام اباد مثبته همکاري دوام وکړي.
دادان وزیري

Comments