پاکستانی پوځ د ځان پر ضد په ټولنیزو پاڼو کې لیکل نه مني

comments 0

0 Views

هندوکش ـ اسلام آباد: په پاکستان کې اوس اوس ددې هیواد پر پوځ او استخباراتي د دوی د ځينو کړنو له امله نيوکې ډيرې شوي دي. اوس اوس پوځ نوی قانون پلی کړی دی چې تر دې وروسته به د دوی پر ضد لیکنه کونکي تر پوښتنو ګرويګنو لاندې راشي. د پاکستان د پوځ مسولین وايي چې دوی په پيل کې پر دوه سوه حسابونو باندې څيړنې پيل کړي دي او په دې تړاو يو زيات شمېر ځوانان نيول شوي دي.

یاد تحقیقات د پاکستان د فدرالي څيړنو ادارې اف آی اې هله پیل کړل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د هغو کسانو د نیولو امر وکړ چې په ټولنیزو رسنیو کې د پوځ په ضد لیکنې کوي. د پاکستان پوځ په ١٩۴٧ کال کې د پاکستان د جوړېدو نه وروسته څو ځلې کودتا کړېده او ملکي حکومتونه یې نسکور کړیدي. د پاکستان د پوځ د جنرالانو او د سیاسي مشرانو ترمنځ اړیکې ډیرې حساسې بلل کیږي. دا څيړنې وروسته تر هغه پیل شوې چې پاکستاني رسنیو د پوځ او ملکي ادارو تر منځ د ستونزو په تړاو يو تفصيلي راپور خپور کړ چې پکې راغلي وو چې ملکي ادارې تر ډيره پوځ او استخبارات رهبري کوي او هلته ناست کسان سمبولیک دي. خو بل لوري ځوان پوړ بیا وايي چې پوځ او استخبارات د ترهګرو ملاتړ کوي، پټې وژونکې ډلې لري، د بیان د ازادۍ مخه نيسي نو دا ډول کړنې يي د منلو نه دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply