پاکستانی ديپلومات: پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله له سخت زيان سره مخ دی

comments 0

هندوکش ـ نوی ډيلی: په امریکا کې د پاکستان پخواني سفۍر حسين حقاني چې اوس په امریکا کې د آی اس آی له لوري د وژل کيدو له ګواښ سره مخ دی ويلي دي چې پاکستان به د ترهګرو د ملاتړ له امله سخت زیان وکړي.

حقاني چې د خپل نوي چاپ شوي کتاب د مخ کتنې په غونډه کې يي خبرې کولې وويل چې د ترهګرو پر ځای له نړۍ سره د انساني سياست کول په کار دي.

حقاني چې په نوي ډيلي کې يي غونډې ته خبرې کولې وويل:« له وسله والو ډلو د پاکستان ملاتړ به بدې پایلې ولري.»

نوموړی وايي:«  که پاکستان له ترهګرو ډلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، ډېر زیان به وویني.»

حقاني زیاته کړه:« ترهګري ډلې او له یادو ډلو د پاکستان ملاتړ د یاد هېواد راتلونکې له ګواښونو سره مخامخ کولی شي، نو ښه به وي چې د یادو ډلو د تمویل پر ځای له نړۍ سره لاس یو او پر وړاندې یې جدي اقدامات وکړي.»

هغه زياته کړه:« د ملګرو ملتونو په خړ لیست کې د پاکستان شاملېدل په دې مانا دي چې یاد هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس پر سر شي، خو د ده په خبره پاکستان تر اوسه په دې برخه کې ښکاره اقدام نه دی کړی.»

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې کابل او واشنګټن پر پاکستان خپل فشارونه ډېر کړي دي، څو د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس پر سر او پر وړاندې یې جدي اقدامات وکړي.

ياده دې وي چې تر دې مخکې حقاني ويلي وو که چیرته پاکستان ته ستون شي نو آی اس آی به يي و وژني.

هغه زياتوي چې آی اس ای يي ځکه پر خلاف شوی دی چې دی نور د يوسياستوال په توګه د پاکستان ترهګر پلوی سياست نشي منلی.

Comments