پاکستانیو ځواکونو د کونړ پر دانګام ۲۲۱ توغندي توغولي دي.

comments 0

هندوکش – کونړ: یوې حکومتي سرچینې د نوم نه افشا کولو په شرط وویل، له تېرې ورځې راهېسې پاکستانیو ځواکونو د کونړ پر دانګام ولسوالۍ شاوخوا ۲۲۱ توغندي راتوغولي دي. سرچینې زیاته کړې، دغو توغندیزو بریدونو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی.
د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان بیا پر دانګام ولسوالۍ د راتوغول شوو توغندیو شمېر ۱۲۱ ښيي. حکومتي چارواکي وايي، سملاسي ډول پر دانګام د پاکستانیو ځواکونو توغندیز بریدونه درېدلي دي.
فرهاد شهراني

Comments