پاکستاني ځواکونو پر زابل بریدونه کړي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایي، پاکستاني ځواکونو د شملزو ولسوالۍ اړوند پر سرحدي سیمو راکټي بریدونه کړي دي.
د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ویلي، دا راکټي بریدونه تیره ورځ د شلمزو ولسوالۍ اړوند د ځنځیر پر پوستې او د سرحدي پولیسو پر کنډک شوي دي.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې سرحدي ځواکونو پر ډيورنډ کرښه د اغزن سیم له غځولو مخنیوی کړی.
شملزي هغه ولسوالي ده چې طالبانو یې د روژې میاشت کې د سقوط هڅه وکړه خو بریالي نه شول.
پاکستاني ځواکونه دا بریدونه د دې لپاره کوي چې طالبانو لپاره سیمه کې ګډوډي رامنځ ته کړي او طالبان پرمختګ وکړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments