پاکستاني ځواکونو د هند تر ولکې لاندې پر کشمیر برید کړې

comments 0

هندوکش – پاکستان: په یوې اعلامیې کې چې د پاکستان د پوځ د رسنیو د دفتر لخوا خپره شوې راغلي چې د هند تر کنټرول کشمیر لخوا د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر برید شوې چې په ځواب کې پاکستاني ځواکونو د هندي ځواکونو پر پوستې برید کړې.
د اعلامیې پر بنسټ په برید کې د هندي ځواکونو پوسته له منځه وړل شوې ده .
پدې برید کې لږ تر لږه ۵ تنه هندي سرتیري مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور ویلي دي چې ددې پوستې نه به وخت نا وخته په ملکي وګړو بریدونه کیدل.
دا په داسې حال کې ده چې هند او پاکستان په ۲۰۰۳ کال کې اور بند تړون لاسلیک کړ خو د تړون سره سره وخت نا وخته د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمنځه نښتې کیږي.
محمد حنیف بیدار

Comments

Leave a Reply