پاکستاني ځواکونه له ماتې سره مخ شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: افغان او پاکستاني ځواکونو سپین بولدک ته نژدې نښته کړې.
تیره ورځ د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته نژدې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې او درنې وسلې هم کارول شوي دي.
د کندهار ولایتي چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو په دغه سیمه کې اغزن سیم غځاوه چې د افغان ځواکونو لخوا یې مخالفت شوی او د دواړو خواوو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
اوسمهال هلته جګړه ارامه ده او د پاکستاني ځواکونو لخوا د خبرو وړاندیز شوی دی.
کندهار کې د سرحدي ځواکونو د درېيمي لوا درستيزوال ډګروال امين الله وایي، لومړی برید د پاکستاني ځواکونو لخوا وشو، چې وروسته د دوی له سخت غبرګون سره مخ شول.
له نښتې وروسته پاکستان په سپین بولدک کې خپله دروازه تړلې ده.
سیمې ته تازمه دمه ځانګړي ځواکونه رسېدلي او افغان لوري ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments