پاکستاني علماوو ته چلنج

comments 0

هندوکش – پکتیا: افغان عالمانو پاکستاني عالمان وننګول، که د افغانستان د جګړې د مشروعیت لپاره دلایل لري مناظرې ته دې کیني.
دیني عالمانو پکتیا کې د ملي اردو په یو مرکز کې د افغان ځواکونو قربانۍ وستایلې او د افغان دولت پروړاندې یې جګړه ناروا یاده کړه.
دیني علماوو په ډاګه وویل، هغه څوک چې د افغان ځواکونو پروړاندې جګړه حقه بولي د قران او احادیثو په رڼا کې دې مناظرې ته حاضر شي چې هر څه په ډاګه شي.
دیني علماوو د افغان ځواکونو پروړاندې وسله اخیستل ناروا عمل بللی او وسله وال یې پردیپال یاد کړي دي.
دیني علماوو دغه راز د روژې په مناسبت غوښتنه کړې چې وینه تویدنه دې بنده شي.
عمران احمدزی

Comments